خبرونهاقتصادTOP

پاکستاني پانګه والو په افغانستان کې د ۳۰۰ مېګا واټه برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه

 کابل، د تلې۲۰مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د پاکستان هېواد د ( Oil & Gas Investments Limited )  پانګه والو ډلې له استازو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د OGIL ډلې د پانګه والو استازو په افغانستان کې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د برېښنا د تولید په پروژو باندې د یادو پانګه والو له لوري د پانګونې هرکلی وکړ او هغوی ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یاد ولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر کورنیو او بهرنیو پانګوالو د برېښنا په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې وه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا