ټولنه

پنځه سوه پنځوس جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٥ :
د امنيتي او دفاعې ځواکونو د ګډو عملياتو په دوام٥٥٠ جريبه ځمکه د د کوکنارو د بوټو له کښت څخه پاکه شوه .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر  آژانس ته خبر ورکړ .
امنيتي او دفاعي ځواکونو د اچين ولسوالۍ په چهل ګزي او ميدانګ سيمو، د سرخرود ولسوالۍ په شمشه پورې ولسوالۍ او د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د خلکو د ښه امنيت  د تامينولو، د کوکنارو د بوټو له شتون څخه  د دغو سيمو د پاکولو په مقصد ګډ عمليات ترسره شول چې له امله يې ٥٥٠ جريبه ځمکه  دکوکنارو دبوټو له شتون څخه پاکه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته