خبرونهسیاستټولنه

پاکستان – افغانستان ته ٢٧ بندیان وسپارل

کابل، د سلواغې ٦مه، باختر
د ننګرهار ولایت کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولين وایي، چې پاکستان ورته هغه ۲۷ افغانان بندیان سپارلي، چې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله په پاکستان کې زنداني شوي وو.
د دغه ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولينو باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان نن د ترخم له لارې هېواد ته راستانه شول، چې هر کس ته ٢ زره ٧٠٠ افغانۍ د کډوالو نړیوال سازمان له لوري ورکړل شوې او خپلو کورونو ته ولېږدول شول.
د یادونې وړده، چې په دې ورستیو کې ګڼ شمېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا