سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آلمان له سفير سره د پژندګلوۍ کتنه وکړه

نړيوالې خبري منابع باختر دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه :
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان د آلمان د فدرالي جمهوريت له سفير پيترپروګل سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لورو د خبرو په وخت کې د بېلابېلو مسئلو، دوه اړخيزو موضوعګانو او مهمو غونډو په باب خبرې اترې وکړې .
پروګل د سياسي معين په توګه د زمان د ټاکنې له امله مبارکي وويله او له ده سره يې د نږدې همکارۍ هيله وکړه .
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د آلمان د همکاريو او امنيت، بنسټيزو برخو او د پوليسو د روزنې په برخوکې دالمان  د دوامدارې ونډې له امله مننه وکړه.
زمان او د المان سفير د متقابلو ګټو، د سولې دلارې د نقشې ، د جمهوري رياست د انتخاباتو او په دغو برخوکې د افغانستان حکومت د هلوځلو او تياريو په باب هر اړخيزې خبرې وکړې.
د المان سفير د سولې په بهيرکې د ګاونډيو هېوادونو رول مهم وباله او د افغانستان په مشرۍ او مالکيت د سولې له بهير سره د خپل هېواد په ملاتړ ټينګار وکړ او د انتخاباتو ترسره کول يې د تېرو اوولسو کلونو د برياليتوبونو د دوام او پياوړتيا بنسټ وباله.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين هم د تماس د نړيوالې ډلې د ګډ رياست په خاطرچې ټاکل شوې ده د ٢٠١٩ ميلادي کال د جنورۍ په مياشت کې په لندن کې  جوړه شي، له آلمان څخه مننه وکړه.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته