امنیت

د کورنیو چارو وزارت د راتلونکي (۱۳۹۸) مالي کال د بودجې په اړه لومړنۍ، تخنیکي ګډه غونډه ترسره شوه.

کابل باختر دوري د مياشتې ١٣ مه
د کورنیو چارو وزارت د راتلونکي (۱۳۹۸) مالي کال د بودجې په اړه لومړنۍ، تخنیکي ګډه غونډه ترسره شوه.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډه غونډه چې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوى پاسوال جانان بارکزي په مشرۍ د دغه وزارت د مرستیالانو، رئیسانو او د سیستیکا ادارې غړو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د کورنیو چارو وزارت د تېرو کلونو د بودجې د وضعیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل:"دا چې د بودجې د لګښت لپاره تر هرڅه لومړی دقیق او سنجول شوي پلان جوړونې ته اړتیا ده نو هیله مند یم چې د راتلونکي (۱۳۹۸) مالي کال د بودجې د ترتیب او لګښت په برخه کې پوره پوره روڼوالی او حساب ورکونه په پام کې ونیول شي څو د تېرو کلونو په څېر د بودجې په لګښت کې ستونزې ونه لرو."
بارکزي زیاته کړه، زه هیله مند یم چې د بودجې د سالم مدیریت، پرځای لګښت او شفافیت په موخه دې لا نورې مسلکي او تخصصي ناستې ترسره شي څو د اړتیاو په اساس بودجه په دقیقه توګه مصرف شي.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ټينګار وکړ چې د یوه سرباز (۲۴) ساعته خوراکي توکي او ټوله البسه دې، چې د بودجې په اساس تثبیت شوې او روښانه ده پرخپل وخت او پوره توګه ورکړل شي.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال پاسوال مسعود احمد عزیزي هم د بودجې پر سالم لګښت ټينګار وکړ زیاته یې کړه،"لکه څرنګه چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي جدي غوښتنه ده چې بودجه دې د برنامو په اساس مصرف شي نو زه هیله مند یم چې د بودجې په لګښت کې ډېر دقیق ووسو او د اړتیا په اساس یې مصرف کړو."
د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال وویل، په تېر کې د بودجې ټولې ستونزې د متخصصینو او د سالم پلان د نشتون له امله د دې لامل شوچې بودجه مو په ناسالمه توګه مصرف شي.
عزیزي له ټولو رئیسانو، قوماندانانو او مسوولینو څخه وغوښتل چې د کورنیو چارو وزارت لس کلن پلان د مطالعې له مخې دې خپلې ټولې بودجوي اړتیاوې په پام کې ونیسي او د بودجې لګښت لپاره دې لومړی ښه پلان ګذاري او د لګښت نقشه جوړه کړي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت د بودجې او مالي چارو ریاست سرپرست محمد صابر سروري د (۱۳۹۸) مالي کال بودجې په ارزښت خبرې وکړې او د بودجې د لګښت په برخه کې یې ټولو ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې په تېر کې مو یو لړ ستونزې لرلې او ټولې هغه اړتیاوې چې باید پوره شوې وای، پوره نه شوې خو زه هیله مند یم چې د (۱۳۹۸) مالي کال بودجې د سالم لګښت له مخې باید ټولې اړتیاوې پوره کړو.
د غونډې په پای کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو سلاکارانو هم د (۱۳۹۸) مالي کال د بودجې د لګښت په برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل چې د ټولو نظرونه او وړاندیزونه د یوې سالمې او ځواب ویونکې بودجې د لرلو په برخه کې اغیزمن  وارزول شول.پاى _ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته