سیاست

جمهوررئیس غني د فراه له عالمانو او متنفذینو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

– کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ١٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني فراه ولایت ته د خپل سفر په جریان کې نن له غرمې مخکې د یاد ولایت له عالمانو، متنفذینو او مشرانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې منشي عبدالحبیب جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د فراه ولسونه د نظام ټینګ ملاتړي دي او دفاع یې خپله وجیبه بولي. هغه هیله څرګنده کړه، چې د باعزته سولې راتګ سره به افغانستان نوي پړاو ته داخل شي.
نوموړي د امنیت، بې وزلۍ، بخش اباد بند، برېښنا او نورې اړوندې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې او وې ویل، فراه ولایت زیات اقتصادي فرصتونه لري چې که اساسي پام ورته وشي، نو د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون ترڅنګ په ملي عوایدو کې هم پام وړ ښه والی راتلی شي.
جمهوررئیس غني په فراه ولایت کې وروستیو سېلاوونو ته په اشارې وویل: اړوندو مسوولینو ته یې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د بیړنیو مرستو او همدارنګه د سېلاوونو د مخنیوي په موخه د عاجلو اقداماتو لارښوونه کړې.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د فراه د امنیتي ستونزو د ارزونې په موخه به باصلاحیته امنیتي پلاوی را  واستوي او د هغوی د موندنو په رڼا کې به د امنیت د ښه تامین په موخه اقدامات وشي.
محمد اشرف غني وویل، په بخش اباد بند به اساسي کار پیل شي او همدارنګه به د راتلونکي کال د حمل له لومړۍ نېټې څخه د جنراتوري برېښنا تعرفه له ۳۵ افغانۍ څخه ۱۷ افغانۍ ته ټیټه شي او همدارنګه یې د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس ته لارښوونه وکړه چې د وارداتي برېښتا تر راتګ پورې د جنراتوري برېښنا ظرفیت له ۴ میګا واټه څخه ۶ میګاواټه ته لوړ کړي.#
پاى – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته