کابل/ د غویي ٦ مه / باختر
د ننګرهار پوليسو پرون په دغه ولايت کې ٢٤ کيلوګرامه هيروئين او چرس ضبط کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار سيمه ييزو مسوولينو رسنيو ته ويلي دي چې پوليسو په يولړ عملياتو کې ١٩ کيلوګرامه هيروئين د دغه ولايت د غني خېلو ولسوالۍ د استوګنې له يوه کور څخه ترلاسه کړي دي.
دغه راز د ننګرهار پوليسو د دوو ښځو په ګډون درې کسان له ١٥ کيلوګرامه چرسو سره د جلال آباد ښار د نهمې ناحيې له مربوطاتو څخه ونيول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ