سیاست

اجرائیه رئیس په پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو سره وکتل

کابل باختر دوږي  دولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په پاکستان هیواد کي د افغان کډوالو له استازو سره په کابل کي وکتل.
داجراييه  رياست  دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
په دغو استازو کي د پاکستان د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان او پنجاب صوبو څخه د افغان کډوالو، محصلانو، ډاکټرانو، کوچیانو، سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو او تعلیمي ادارو استازي شامل وو.
یادو استازو په خپلو خبرو کي وویل، چي دوی دا مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي بحثونو له خاطره سخت متضرر سوي او ژوند یې له کړاوونو سره مخ شوی دی.
هغوی د پاکستاني امنیتي ادارو له چال چلنده سر وټکاوه او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چي په دې اړه له پاکستاني مقاماتو او د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره خبري وکړي.
د افغان کډوالو استازو په خپلو خبرو کي وویل، چي ژمن او چمتو دي، څو بیرته خپل هیواد ته راستانه سي،خو له افغان حکومته هیله لري، چي په افغانستان کي ورته دسرپناه، لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي، مسلکي کسانو ته د کار زمیني مساعدولو، د تعلیمي برخي فعالینو سره د مرستي او نورو لازمو برخو کي همکاري وکړي.
د افغان کډوالو یادو استازو غوښتنه وکړه، چي هلته د میشتو مسلکي افغانانو له پوهي او استعداد څخه دي افغان حکومت ګټه پورته کړي او په تعلیم بوختو افغانانو ته دي هیواد ته لا راستنېدو سره سم، د تعلیمي سندونو په قبولۍ او د تحصیل په دوام کي شرایط اسان کړي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان میشتو افغان کډوالو د استازو تر خبرو، غوښتنو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته هغوی ته وویل، چي د ملي یووالي حکومت د یوه مسؤل حکومت په توګه ژمن دی، چي ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي مثبت ځوابونه ووايي.
هغه زیاته کړه، چي په دې برخه کي مخکي شوي او اوسنۍ ټولي ژمني عملي کيږي او حکومت د افغانانو د با عزته او با ابرو بیا راستنېدني لپاره تيارى نیسي.
ده له کډوالو سره ژمنه وکړه، چي په نږدې راتلونکي کي به پاکستان هیواد ته سفر کوي او د هغه هیواد له مقاماتو سره به د افغان کډوالو پر ستونزو، د بیا راستنېدني پر پروسې او نورو اړوندو مسائلو باندي خبري وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله یادونه وکړه، چي د افغان کډوالو ستونزي به د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره هم شریکوي او په اړه به یې د تضمین شويو واضحو اقداماتو غوښتنه وکړي.
اجرائیه رئیس د لوړو زدکړو، پوهني، عامي روغتیا، د مهاجرينو دراستنولو دچارو،  ټرانسپورټ او د کار او ټولنیزو چارو وزیرانو ته لارښوونه وکړه، چي د پاکستان میشتو افغان کډوالو د نورو ټولو ستونزو د حل ترڅنګ دي، د هغوی د قانوني او تحصیلي سندونو د قبولۍ، ثبت او راجسټر په برخه کي ټولي ستونزي له منځه یوسي او د اړتیا په صورت کي د فرعي قوانینو د تغیر او اصلاح لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته