ټولنه

په لوګر کې يونوي پوخ شوي واټ داستفادې وړ وګرځيد

 دپل علم ښار باختر دزمري دمياشتې  ١٢  :
په لوګر ولايت کې ديوه واټ د جوړولو اوپخولو کار بشپړ شو.
دغه  واټ  د٤٣ميليونو افغانيو په لګښت  دکليو دبيادجوړولو اوپراختيا  وزارت  له بودجې جوړ او پوخ شوى دى.            
د لوګروالي محمدحليم فدايي وايي چې ددغه واټ  په جوړولو او پخولو سره به  دپل علم ښار دبزګرانو دمحصولاتو په ليږدولو کې زياتې  آسانتياوې   رامنځته کيږي .
دغه واټ  دڅه دپاسه پنځو کيلومترو په اوږدوالي دپل علم ښارکليوالې لارې له عمومي واټونوسره نښلوي.
د لوګروالي محمدحليم فدايي ددغې پروژې  دپرانستلو له امله خلکو ته يې مبارکي وويله  او ډاډ يې ورکړ چې د نورو کليو د لارو  جوړول  په پلان کې نيول شوي دي او په نږدې راتلوونکي کې  دجوړولو کار يې پيل شي .
دلوګرولايت دکليودبيا  جوړولو اوپراختيا رئيس عاشق الله اخلاص يار وايي  چې په دې ولايت کې د څو نوروسړکونو د پخولو کار ددوى دکا رپه لارښود کې دى .
کليوال په تيره بيا بزګران  ددغه واټ له جوړولو اوپخولو څخه  ډيرخوښ دي  او
د دغه واټ  جوړول او پخول يې په  خپل وخت سره   ښار ته  د  دوى  دکرنيزو
محصولاتو په ليږدکې  ډير ګټور وباله .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته