ټولنه

د ښوونکى نړيواله ورځ د ځوانانو چارو د معينيت له خوا ونمانځل شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت نن د ښوونکو د نړيوالې ورځې په درناوى د کابل ښار د نجونو په لسو ليسوکې د انګليسى ژبې د زده کړې او د کانکور د آزموينې د تيارى لس مرکزونه پرانستل.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د دغه معينيت په تالارکې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين او د دغه وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات د ټولنې په وده او پرمختګ کې د ښوونکو د رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل: ښوونکو په سختو شرايطوکې د هېواد د بچيانو د ښوونې او روزنې په لاره کې خدمت کړى دى او له همدې امله زموږ په ټولنه کې ښوونکي زيات عزت لري .
ډاکتر کمال سادات څرګنده کړه چې د ځوانانو د چارو معينيت په خپل وار د ښوونکو د نړيوالې ورځې له امله د هېواد ټولو ښوونکو ته مبارکي وايي او د دغې ورځې په وياړ د کابل ښار د نجونو په لسو ليسوکې لس روزنيز مرکزونه جوړ کړي دي چې د دولسمو ټولګيو زده کوونکي د کانکور آزموينې ته چمتو کړي او دغه راز هغوى ته د انګليسي ژبې لوست ورکړي.
په دې غونډه کې د ځوانانو د چارو معينيت د رضا کارو ځوانانو رييسې زهرا قاري زاده د ښوونکى دنده هنر، سرښندنه او فدا کاري وبلله او ښوونکي يې د ټولنې لارښوونکي وبلل.
دغه راز دځوانانو چارو معينيت د پروګرامونو رييس حضرت الله شريفي وويل: ښوونکي د ټولنې زيار ايستوونکى قشر دى چې د هېواد د بچيانو د روزنې په خاطر زيات زيار زغمي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته