Uncategorized

جمهورريیس د لواګانو قوماندانانو ته په خطاب کې: ستاسو مبارزه د اوسنیو او راتلونکو شپږو نسلونو د ساتنې لپاره ده

٤١- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي اردو د ۲۲ لواګانو قوماندانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د جمهوررييس وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې جمهورريیس غني وویل، د ملي اردو د لواګانو قوماندانانو سره د دې ویډیو کنفرانس موخه د جګړې د لومړۍ کرښې د زړورو ځواکونو چې د خلکو د خوندیتوب لپاره دوامداره مبارزه کوي، د احوال اخیستل او د هغوی د لاسته راوړنو ستاینه ده. د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه زما مسوولیت دی چې ستاسو احوال واخلم او د دښمن پر وړاندې مو په مبارزه ویاړم.
د ملي اردو د لواګانو قوماندانو له جمهورريیس څخه د احوال اخیستلو له امله مننه وکړه او وې ویل، اوس خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مخامخ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان سره شریکولای شي.
دغو قوماندانانو د خپل مسوولیت په ساحو کې د امنیتي وضعیت، روانو عملیاتو او د ژمي لپاره د تیاریو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د دښمنانو د بریدونو دفع کولو لپاره بشپړ تیاری لري.
جمهورريیس د هغوی د معلوماتو تر اورېدو وروسته د هغوی د ژمنتیا او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د مبارزې قدرداني وکړه وې ویل، ستاسو مبارزه د ازادۍ، جمهوریت، د خلکو د امنیت تامین او د اوسنيو او راتلونکو شپږو نسلونو د ساتنې لپاره ده.
د هیواد جمهورريیس وویل: د روانو عملیاتو او د دښمن د بریدونو دفع کولو لپاره د ژمنیو تیاریو له جزئیاتو څخه مو مننه او د خلکو د امنیت تامین لپاره باید ستاسو تحرکات منسجم، عملیات همغږي او د لویو لارو د امنیت ټینګښت لومړیتوب وي.
جمهورريیس د لواګانو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې خپلې برنامې، پلانونه او ستونزې د افغانستان اسلامي جمهوریت ملي امنیت شورا سره شریک کړئ، ترڅو پر وخت ورته رسېدنه وشي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ باید همغږي او په سرحدونو تمرکز زیات شي.
جمهورريیس غني ملي دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د لواګانو د تجهیزاتو لپاره سمدستي اقدام وکړي او د لواګانو قوماندانان هم باید د امنیت د لا ښه تامین په موخه د خپل مسوولیت په سیمه کې له خلکو سره ګډ کار، له والیانوسره همغږي زیاته او له سرتېرو، بریدملانو او ځوانو افسرانو سره اړیکې پیاوړې کړي، ځکه هغوی د سیمې د وضعیت په اړه ښه معلومات لري.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته