امنیت

په کابل کې څلور سوه پنځه ديرش نور موټرونه د تورو فلمونو له شتون څخه پاک شول

کابل باختر د سلواغې  اته ويشتمه :
په کابل ښارکې د موټرو د تورو ښيښو د پاکولو په دوام په دې وروستيو وختوکې ٤٣٥ نور پوځي او ملکي وسايط د تورو فلمونو د ښيښو او د نورو اضافي  شيانو له شتون څخه پاک شول .
د کابل ګارنيزيون د لوى قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کابل ګارنيزيون د لوى قوماندانۍ د ښاري ګزمې ګرځنده ډلو د غير مسوولو وسله والوکسانو د ملکي او پوځي وسايطو د تګ راتګ د مخنيوي په څو وروستيو ورځوکې په کابل ښارکې ٤٣٥  نور وسايط د تورو ښيښو او اضافي شيانو له شتون څخه  پاک کړي دي .
د دغو فعاليتونو په بهيرکې ٤٦  بې سنده پوځي او ملکي وسايط، ١٦کلاشينکوفونه، درې کله کوف وسله،  يوه پيکا، اته تومانچې، يو نارنجک ويشتوونکى، ٢٥ شارژورونه او ١٩ جوړې پوځي جامې راټولې کړې او د کابل  ګارنيزيون د لوى قوماندانۍ  موظف کميسيون ته يې سپارلې دي .
دکابل ګارنيزيون د لوى قوماندانۍ يوه مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل: په کابل ښارکې د وسايطو د تورو فلمونو د ښيښو او د اضافي شيانو د پاکولو پروګرام دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته