امنیت

دناټو اکمالاتي لاره پرانستل کيږي

 کابل باختر دکب دمياشتې ٩ :
د تحريک انصاف ګوند مشر وايي د تورخم له  لارې دناټو اکمالاتي لاره  پرانيزي.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :
د عمراخان په   مشرۍ  دتحريک انصاف ګوند څلورمياشتې مخکې دبې  پيلوټه امريکايي الوتکو په  واسطه په قبايلي سيمو کې دپاکستاني طالبانو  او د  القاعده دسنګرونو دبمباريو په اعتراض کې دناټو اکمالاتي لاره چې له  خيبر _  پښتونخوا څخه تيريږي  وتړله  او خبردارى  يې ورکړ چې د بې پيلوټه الوتکو دبمباري تر بشپړ بنديدو پورې به دغه لاره تړلې وي .
خو د پاکستان يوې محکمې  نن رايه  ورکړه چې د پيښور_ تورخم لويه  لاره  دې داکمالاتي کاروانونو  پرمخ پرانستل شي او  هيڅ شخص يا ډله نه شي کولاى عامه او ټولګټه  لاره  وتړي.
د تحريک انصاف  د ګوندمشر د پاکستان دمحکمې د دغې  رايې  وروسته  وويل چې  نور به دايساف د اکمالاتي لارې خنډ نه  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته