امنیت

په فراه کی دوه تنه وسله وال طالبان ونیول شول

کابل باختر دکب څلورمه
دوه تنه وسله وال طالبان تیره شپه په فراه کی دپولیسو له خوا ونیول شول .
دفراه دپولیسو ویاند دباختر آژانس خبریال ته وویل :-چی دغه طالبان دامنیتی او دفاعی ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په بهیر دبالا بلوک ولسوالی په تودنک سیمه ونیول شول .
خبر ځای زیاته کړی په دغو عملیاتو کی دری سوه کیلو ګرامه اپین تر لاسه شوی دی او ددښمن څلور موټر سایکلونه دپولیسو له خوا ویجاړ شول .
دیو بل خبر له مخی :-دفراه ولایت دتروریزم پرخلاف دمبارزه د مدیریت منسوبینو پرون دوه سړی تښتوونکی دفراه ولایت په مرکز کی ونیول .
خبر ځای زیاته کړه چی نیول شوي کسان دسړی تښتوونکو په باند پوری اړوند دي او له دوی څخه یوه تومانچه ، څلور موټر سایکلونه او یو موټر هم ترلاسه شوی دی .
پای شکریه خروټی 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته