نړۍ

چين له خپلو پولو څخه په بهرکې په زيات پوځي شتون ټينګاروکړ

بيجينګ بي بي سي  باختر د غبرګولي دمياشتې  ٦ :
چين خپل نوي پوځي سياستونه اعلام کړي دي  چې  په هغو کې  له خپلو پولو څخه بهر ددغه هېواد  دپوځي شتون په پراختيا باندې ټينګار شوى دى.
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ :
ددغه هېواد سياست تراوسه پورې زياتره  دخپلو پولو په دفاع باندې  متمرکز و  خو  له دې وروسته غواړي  خپل پوځي شتون ددغه هېواد له پولو څخه بهر ته پراخ کړي.
دچين کابينې  چې نوي پوځي سياستونه يې تصويب کړي دي ويلي دي چې دچين سمندري پوځ دې بايد په آزادو اوبو کې خپل شتون  زيات کړي.
دچين هوايي پوځ به هم  دسرحدي قلمرو دهوايي دفاع  دسياست پرځاى ، دفاعي اويرغليز سياست تعقيب کړي.
دچين  د نويو پوځي سياستونو له مخې  د دغه هېواد اردو به  خپل نړيوال تحرک او خوځښت زيات کړي  او خپل منځ  واټن او لنډ واټن  راکټي توغندي توان  به پياوړى کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته