کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
په بغلان ولايت کې پرون په يوه ترافيکي پيښه کې ٧ تنه ټپيان شول .
دغه پيښه دپلخمري ښار _ خنجانو ولسوالۍ په عمومي واټ کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ موټر له واټ څخه واوښت او چپه شو .
درارسيدلو خبرونو له مخې : ددغې پيښې ټپيان هغه ځوانان وو چې دهيواد دلوړو زده کړو په موسسو او پوهنتونونوکې دشموليت په مقصد دکانکور دآزموينې له تيرولو وروسته خپلوکورونو ته روان و .
دبغلان ولايت دترافيکو دمديريت دتنظيم آمر عبدالرزاق د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې ٧ تنه ټپيان شوي دي .
ده دموټر چلوونکي ګړندى تګ اوبي احتياطي ددغې پيښې اصلي انګيزه وبلله .
په همدې حال کې دبغلان ولايت دعامي روغتيا يوه مسوول شاه محمد هوفياني ددغې پيښې دڅه ناڅه دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
0 1 دقیقه لوستل