خبرونهاقتصادTOP

پاکستان چمتووالی ښودلی، چې له ازبيکستان سره په ګډه د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ د تخنيکي مطالعاتو لګښت ورکړي

کابل، د مرغومې 14 مه، باختر
د پاکستان هېواد په رسمي بلنه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت دغه هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ وزارت له مرستیال ظفر زمان رانجا سره يې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ناسته کې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ارشد مشاور میرویس غفوري هم ګډون درلود، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ اړوند مفصل بحثونه وشول.
ملا بخت الرحمن شرافت پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړ، چې افغان لوری د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره پوره چمتووالی لري.
پاکستاني لوري څرګنده کړه، چې دوی تخنيکي مطالعاتو ته د چمتووالي ترڅنګ، تعهد لري، چې له ازبيکستان هېواد سره په ګډه د تخنيکي مطالعاتو لګښت ورکړي.
همداراز په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ اړوند دوه اړخیزه همکاریو باندې هم بحث وشو.
یاده دې وي، چې افغان ټرانس اوسپنه پټلۍ له مزارشریف پیل تر تورخم رسېږي، چې د افغانستان له خاورې مرکزي آسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي او په عملي کېدو سره یې هېواد ته ډېره ګټه رسېږي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا