سیاست

په هرات کې دراى ورکولو دمرکزونو په موقعيت کې په اصلاحاتو ټينګار .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
  دهرات والي درايي ورکولو دمرکزونو په موقعيت کې د اصلاحاتو درامنځته کولو او دانتخاباتو په بهير کې له تکنالوژي  څخه داستفادې اړتيا يې جدي وبلله .  دهرات والي محمد اصف  رحيمي درايي مرکزونو دبيا کتنې د پروګرام دپيل په مناسبت  هيله څرګنده کړه چې راتلونکي انتخابات دې دخلکو په غوښتنه په بشپړه شفاف  فضا کې ترسره شي .
دهرات دوالي دڅرګندونوله مخې دخلکو په مستقيمه رايي  دخلکو داستازو ټاکنه دکودتا وو مخه نيسي .
  ده زياته کړه دانتخاباتو په  عملي بهير کې خلکو ته دونډې ورکول او دشفافو انتخاباتو ترسره کول دخلکو باور اعاده کوي .
رحيمي  دتيرو انتخاباتو دبهير په کمزورى  مديريت انتقاد وکړ او ټينګار يې وکړ .
که چيرې باور رامنځته نه شي شفافيت تامين نه شي دموکراسي او ولسواکۍ به کومه مانا ونه لري .
دهرات والي ډاډ ورکړ چې ټولې ادارې په انتخاباتو کې  دګډون په لاره کې دخلکو دپيوستون په خاطر له خپل ټول توان څخه استفاده کوي او دغه راز درايي ورکولو د مرکزونو دڅيړنې په بهير کې هم همکاري کوي
دغه لوړرتبه دولتي مقام دغه راز ټينګار وکړ چې دملي شورا ، دولايتي شوراګانو او دولسواليو دشوراګانو مقام ، صلاحيتونه او کاري استقامتونه بايد مشخص شي چې جوړښتونه پياوړي شي  او دوام وکړي
داپه داسې  حال کې ده چې دمدني بنسټونو او ډتولنيزو  سازمانونواستازو هم درايي ورکولو دمرکزونو دڅيړنې او مطالعې هرکلى او ملاتړ وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته