
بهرنۍ رسنۍ، د زمري ۲۶ مه، نړۍ
پرون د پاکستان په پنجاب ایالت کې ګنشمېر مسلمانانو د مسیحیانو کورونو او کلیساګانو ته اور اچولی او نړولي یې دي.
د راپورونو له مخې پېښه وروسته تر هغې رامنځته شوه، چې د دغه ایالت په فیصل اباد سیمه کې دوه تنه مسیحیانو د قرانکریم ځینو پاڼو ته بې احترامي وکړه او اور یې ورته واچوه.
پولیسو د دغو دوه تنه مسیحیانو دوسیه پرانستې ده او په دې اړه یې د لاډېرو څېړنو د ترسره کولو خبر ورکړی.
د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ په دغې پېښې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې عاملینو ته به یې د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړي.
پاکستان کې دغه پېښه په داسې مهال رامنځته کېږي، چې دې وروستیو کې د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو لکه سویډن او ډنمارک کې هم د قرانکریم مبارک کتاب ته بې احترامي شوې، چې د نړۍ د مسلمانانو سخته غوسه یې را وپاروله او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.