خبرونهټولنهنړۍ

پاکستان کې سېلابونو؛ افغانستان ته د مرستې رسونې ماموريت سخت کړى

کابل، د وږي ١٢ مه، باختر

د خوړو نړيوال سازمان وايي  چې په پاکستان کې سېلابونو د افغانستان خلکو ته پر مرستې رسوني منفي اغيزه کړې ده.

هغوى خبردارى ورکړى، چې په پاکستان کې د ويجاړونکو او بي ساري سيلابونو په پايله کې افغانستان ته د مرستې رسولو ماموريت له جدي خنډ سره مخ کړي دي.

د خوړو په نړيوال سازمان کې د پاکستان برخې رييس کريس کايي  د جمعې په ورځ په ژنيو کې خبريالانو ته وويل چې اوس دوى  په پاکستان کې اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو پر برابرولو تمرکز کوي.

هغه زياته کړې چې دوى نه يوازې په پاکستان کې د خوراکي توکو د کمښت له امله  اندېښنه لري بلکې  په پاکستان کې د سېلابونو راوتل په افغانستان کې د مرستې پر رسولو منفي اغيزه لري او دا کار یې د زياتې انديښنې سبب شوى دى.

کريس کايي زياته کړې، چې افغانستان ته د مرستې رسولو لپاره پاکستان غوره او مهم لاره ده، خو اوس په پاکستان کې واټونه ويجاړ شوي په داسې حال کې چې دغه مرستې د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کيږي.

دهغه په خبره د خوړو نړيوال سازمان تېرکال څه ناڅه ٣٢٠ زره ټنه خوراکي توکي  د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.

په پاکستان کې د خوړو نړيوال پروګرام عملياتي رييس زياته کړې چې د پاکستان د غنمو حاصلات سږکال  په هغو سيمو کې ساتل کېدل چې زياته برخه يې سېلابونو له منځه وړې ده.

دروان کال د جنون په مياشت کې په پاکستان کې پرله پسي سخت اورښتونه پيل شول چې د سېلابونو د راوتلو سبب شول.

د پاکستاني مقاماتو د څرګندونو له مخې په دغه  هېواد کې سېلابونو ځاني او مالي تاوانونه اړولي او په افغانستان کې يې هم سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولي او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.  \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا