امنیت

د هرات امنيتي او دفاعي منسوبين وستايل شول

کابل باختر دلړم لومړى :
د ملي دفاع وزارت د انتخاباتو د تامينولو په لاره کې دهرات د دفاعي او امنيتي منسوبينو د اقداماتو له امله مننه او قدرداني وکړه .
  د ملي دفاع وزارت مرستيال  ډګرجنرال اقبال علي نادري د هرات ولايت له امنيه قوماندان پاسوال امين الله امرخيل سره په کتنه کې دانتخاباتو دامنيت دتامينولو په لاره کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د اقداماتو او هلوځلو له امله مننه او قدرداني وکړه .
له بله پلوه جمهور رييس غني هم د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنيت دتامينولو په لاره کې  د ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو  هلې ځلې او تدبيرونه وستايل .
په هرات ولايت کې انتخابات له نيکه مرغه د هرات د خلکو په همکارۍ  د دفاعي او امنيتي ځواکونو او په تېره بيا د ملي پوليسو د نه ستړي کيدونکو هلوځلو په نتيجه کې په بشپړه امنه او آرامه فضا کې له کومې خاصې امنيتي پيښې پرته پاى ته ورسيدل .
په هرات ولايت کې د انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره پنځه زره تنه امنيتي ځواکونه ګومارل شوي وو . 
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته