امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې ووژل شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٧
څلور تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر کريم يورش د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د ملي پوليسو په امنيتي پوستې د تيرې شپې په نيمايي کې د آلمار ولسوالۍ په چغانک کلي کې بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې شپږوتنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته