امنیت

په پروان کې د نښتې له امله يوتن ووژل شو او درې تنه نورټپيان شول.

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دپروان ولايت د سيد خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون د نښتې له امله يو تن ووژل شواو درې تنه نور ټپيان شول.
دپروان دوالي وياند وحيد صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه جګړه دسيدخيلو داوسيدونکو د ذاکر اوابوذر په نومونو ددووتنوتر منځ دخپل منځي اختلافونو له امله ونښته .چې له امله يې دسيد خيلو د فتح خان ښوونځي خدماتي کارکوونکى سرفراز ووژل شواو په نښته کې له بل لوري څخه د کاظم ،مختار اوفضل په نومونو درې تنه نورټپيان شوي دي.
ده زياته کړه ذاکر اوابوزر له يوې تومانچې سره دپوليسو له خوانيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته