ټولنه

په سمنګانوکې د څوارلسوکيلومترو په اوږدوالي سړک ترميميږي

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٥ :
د سمنګانو په ولايت کې  د څوارلس کيلومترو په اوږدوالي د سړک د ترميمولو او بيا جوړولو کار د فوايد عامې وزارت له خوا پيل شو.
د سمنګانو ولايت د فوايد عامې رئيس انجنيرضياهمايون د باختر آژانس خبري آژانس ته وويل: ددغه سړک دترميمولو اوبيا جوړولو کار د سمنګانو ولايت د روى دوآب ولسوالۍ د اوسيدونکو په غوښتنه د فوايد عامې وزارت له خوا منظور شوى دى او دکار يې د دغې ولسوالۍ په ګل ګلبند له کلي څخه پيل شوى   او د شاپسند ښار په لور چې د دغې ولسوالۍ مرکز دى دوام مومي.
د ده دڅرګندونوله مخې: د دغې پروژې لګښت شپاړلس نيم مليونه افغانۍ کيږي چې د فوايد عامې وزارت له عادي بودجې څخه ورکول کيږي اوټاکل شوې ده چې په شپږو مياشتوکې کار يې بشپړ شي او د ګټې اخيستنې په صورت کې  د دغې ولسوالۍ زرګونوکورنيو ته چې د سمنګانو ولايت مرکز ايبکو ښارته تګ راتګ کوي؛ زياتې آسانتياوې برابريږي.
د ده د څرګندونوله مخې؛ د دغه سړک اوږدوالى ١٤کيلومتره او سور يې شپږ متره دى او په تګلوري کې يې په بېلابېلو سايزونو سره شپږ پلګوټي او دغه راز  له سيلاوونوڅخه دسړک دويجاړتيا د مخنيوي په موخه د دوه زره مترو په اوږدوالي استنادي ديوال  چې د دغه سړک په تګلوري کې د سيند په غاړه کې دي؛ جوړيږي .
په همدې حال کې سيمه ييزو مسوولينو او د دغې ولسوالۍ اوسيدونکو ددغه شان عمراني پروژو د پيلولو له امله خوښي څرګنده کړه .
د روى دوآب ولسوالۍ  اجرائيه آمر غلام رباني وويل چې دغه سړک په وروستيو کلونو کې دسيلاوونو د راوتلو له امله ويجاړ شوى و او په دې سړک کې  د وسايطو تګ راتګ سخت و.
د ده دڅرګندونوله مخې: له دغه سړک څخه دګټې اخيستنې په صورت کې د سمنګانو ولايت مرکز ته د دغې ولسوالۍ د زرګونو کورنيو د تګ راتګ ستونزې لرې کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو يوه مياشت مخکې دڅه ناڅه نهه ديرشو کيلومترو په اوږدوالي د سړک د ترميمولو او بيا جوړولو کار چې د ايبکو له ښار څخه پيل او د دغه ولايت د خرم سارباغ ولسوالۍ ترمنځ پورې دوام کوي؛ دڅلور سوه اووه نوي زرو امريکايي ډالرو په لګښت دسويډن هېواد په مرسته په اساسي ډول ترميم او کريړ اچول شوى و چې دغه سړک د دغه واټ په تګلوري کې موقعيت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته