خبرونهاقتصادTOP

پروان: د ګلبهار کانال د عمومي سربند جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۴مه، باختر

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ګلبهار کانال د عمومي سربند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د ۶ میلیونه، ۱۳۹ زره ۸۰۴.۵اعشاریه پنځه افغانیو په لګښت پيل شوې.

په دې پروژه کې د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده او ټاکل شوې، چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

د یادې پروژې چارې د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې ترڅارنې لاندې د عالم حسیب ودانیز شرکت له لوري پلې کېږې.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو په پلي کولو سره به ۱۷۶ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا