سیاست

حامدکرزي د هند د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل

کابل باختر دکب ٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د هند د ملي امنیت له سلاکار شیوشنکر مینون سره وکتل.
دجمهوري مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او د هند هېواد ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د لا پراختیا، په افغانستان کې د هندي پانګه والو له خوا د پانګې اچونې د هڅونې او د افغانستان او سیمې د حالاتو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د موجودو اړیکو پرلا پیاوړتیا باندې ټینګار وشو.
حامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دوست هېواد هند د مرستو او همکاریو له امله  د قدردانۍ په ترڅ کې د افغانستان په بیا رغونه کې د دغه هېواد رول مهم وباله.
ښاغلي شیوشنکر مینون، د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سمبالتیا، په ملکي او پوځي برخوکې افغان  ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو، د بندونو او ښوونځیو د جوړولو لپاره یو ځل بیا له افغانستان سره د خپل هېواد دمرستو او همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته