(PS)خبرونه(PS)امنیت

پروان لسګونه پوځي وسایط بیا ورغول شول

کابل، د زمري ٢٦مه، باختر
پروان  کې د ٢٢١ شهید آفتاب فرقې اړوند دویمې پلې لواء د تخنیک او توپچي آمریت مسوولینو د دوامداره هڅو په پایله کې ۵۶ پوځي وسایط او یو شمېر ثقیله وسلې بیا رغول شوې دي.
د دویمې پلې لواء ویاند قاري صفت الله یاسر  باختر آژانس ته وویل، چې په دغو نظامي وسایطو کې ٢٧ هاموې ټانګونه، ٢٢ انترنشنل موټر او ٧ آمبولانسونه شامل دي.
یاسر زیاته کړه، چې د توپچي آمریت له لوري څلور میله زیوو،  یو میل سکربیست او دوه د بیم یک دستګاوې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا