خبرونهټولنه

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه ټپیان شول

 کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د پروان د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پیښې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند محمد کامران زید د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه پېښه د موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې او د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدولي شوي دي.

ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا