ورزش

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دطالبانو سخته ماته .

کابل باختر دسلواغې شلمه :
دمرکزي بغلان دولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو تحرکات دهېواد داتلو امنيتي ځواکونو له خوا له سختې ماتې  سره مخامخ شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالرشيد بشير  دباختراژانس خبريال ته وويل ددغه ټکى دڅرګندولو په ترڅ کې وويل دمرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو له تحرکاتو وروسته د زاړه بغلان دمنګليانو په سيمو کې ګډ پوځي عمليات ترسره شول .
ده وويل دطالبانو له شتون څخه دمنګليانو دسيمو په پاکولو سربيره  او ددغې ساحې دڅلور ورځنۍ کلابندۍ په ماتولو دملي اردو ځواکونو اووه تنه وسله وال طالبان ووژل او دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دمرکزي بغلان ولسوالۍ لپاره دنومول شوي ولسوال مولوى ستار په ګډون لس تنه نور طالبان ټپيان کړل .
دامنيت آمر زياته کړه په دغو عملياتو کې يو پوليس  برسيرن ټپي شوى اوپه عملياتو کې نورو شاملو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته