نړۍ

پاکستان د ترامپ په دوره کې له امريکا سره د اړيکو د ترميمولو په لټه کې دى

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د امريکا د منتخب جمهور رييس دونالد ترامپ له کينې ډک سياست او د پاکستان په نسبت د ده بې باوري، په اسلام آبادکې دولتي چارواکي او سياستوال سخت انديښمن کړي او دوى له واشنګټن سره د خپلو اړيکو د ترميمولو په لټه کې دي.
د باختر آژانس خبريال ليکي:
د امريکا منتخب جمهور رييس دونالد ترامپ په خپلو انتخاباتي هلوځلوکې د پاکستان په نسبت له کينې ډک نظر درلود.
دغه هېواد يې د ډار اچونې عامل بللى و چې په سيمه او نړۍ کې افراطيت ترويجوي او په خپل څو ګونې سياست سره يې د امريکا مرستې يې لوټې کړې دي.
ترامپ د خپلو انتخاباتي مبارزو په بهيرکې څو ځلې د ډاکتر تشکيل اپريدي د بندي کيدو مسئلې ته اشاره کړې ده، هغه شخص چې په قبايلي سيمه کې يې د پوليسو جعلي پروګرام عملي کړ او په پاى کې يې د اسامه بن لادن پټنځي تثبيت کړ او د اسامه کورته يې د امريکايي کومانډويي ځواکونو د بريد زمينه برابره کړه او اسامه يې وواژه.
ترامپ ويلي دي چې دى د ډاکتر اپريدي آزادي د خپل جمهوري رياست په کړنو کې يو اصل بولي او هغه په څو دقيقوکې آزادوي.
د پاکستان سياستوال او دولتي چارواکي د دغه هېواد په پته د ترامپ څرګندونې په تېره بيا د ډاکتر تشکيل اپريدي په اړوند د ده دريځ د پاکستان په ملي ګټو تيرى بولي.
د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د ترامپ له بريالي کيدو وروسته، د پاکستان د دولتي چارواکو انديښنې زياتې شوې دي، ځکه له پاکستان څخه د امريکا لرې والى په اقتصادي، سياسي او د وسلو په لحاظ دغه هېواد ته دروند تماميږي او اوس پاکستاني مقامات غواړي په يوه آرامه ديپلوماسي کې د ترامپ پاملرنه بيا پاکستان ته جلب کړي .
په دې وروستيو وختوکې د پاکستان صدر اعظم محمد نواز شريف ويلي دي: ((نه پريږدو چې امريکا له پاکستان څخه لرې شي.))
د پاکستان مطبوعاتو خبر ورکړى دى چې نواز شريف د دغه هېواد د ديپلوماتانو هيئت ته دنده سپارلې ده پرې نږدي چې د امريکا د ترامپ د جمهوري رياست په دوران کې له پاکستان څخه لرې والى غوره کړى.
دغه هيئت دنده لري چې د امريکا نوى جمهور رييس په دې متقاعد کړي چې د سيمې او نړۍ په روانو لوبوکې د پاکستان دريځ وساتي او له هندوستان سره د امريکا نږديوالي بهير له ډب سره مخامخ کړي .
دغه هيئت لکه څنګه چې د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې مقامات وايي؛ بايد د سولې او د سيمه ييزې همکارۍ په برخه کې د اسلام آباد دريځ په ډاګه کړي او له ډار اچونې سره په جګړه کې د پاکستان د نيت په باب جمهور رييس ترامپ ته خبر ورکړي.
په واشنګټن کې د پاکستان سفير جليل عباس او د ملګرو ملتو په سازمان کې د دغه هېواد دايمي استازې مليحې لودين په دې باب کار پيل کړى دى.
پاکستاني ديپلوماتان هلې ځلې کوي چې د امريکا نوى جمهور رييس او په سپينه ماڼۍ کې د ده کاري ټيم په دې متقاعد کړي چې له ډار اچونې سره د مبارزې په کارکې د پاکستان همکاري اغيزمنه ده او هغه څه چې د پاکستان او په دې برخه کې د دغه هېوادونه همکارۍ په اړوند ويل کيږي؛ د هند د تبليغاتو يوه برخه ده .
دغه ديپلوماتانو په دې باور دي چې د ترامپ ترلاسه کول چې په حقيقت کې د امريکا بيا ترلاسه کول دي؛ يو سخت کار دى، خو ناشونى نه دى او ترامپ بايد د پاکستان په ستونزو او برياليتوبونو خبر شي.
په واشنګټن کې مقاماتو ويلي دي چې پاکستان کولاى شول له ډار اچونې سره د مبارزې په کارکې زيات او اغيزمن اقدامات ترسره کړي چې دا کار و نه شو او اوس هم پاکستان کولاى شي او بايد هم په دې برخه کې زيات اقدامات ترسره کړي، که نه له لاسه وتلى باور سخته ده چې بيا ترلاسه شي.
د افغانستان د سياسي کارپوهانو په باور: پاکستان د ترامپ او سپينې ماڼۍ پرخلاف نوې لوبه پيل کړې ده .
دغه هېواد په تيرو وختونوکې په سيمه کې د امريکا يو ستراتيژيکي متحد و؛ خو اوس داسې نه ده .
پاکستان د امريکا په سياستونوکې په خپل پخواني دريځ د لا سبري په موخه، له روسيې او چين سره نږديوالى غوره کړى دى او په دې ترتيب امريکا ته ښيي که چيرې امريکا نه ده، نور د پاکستان تر شا ولاړ دي.
دغه کارپوهان وايي چې پاکستان به په دې پروګرام کې بريالى شي، ځکه پاکستان که چيرې له روسيې سره په نږديوالي کې د چين له نفوذ څخه کار واخيست؛ له امريکا سره په بيا نږديوالي کې به د انګلستان له نفوذ څخه استفاده وکړي.
دغه کارپوهان د هېواد ديپلوماسۍ دستګاه ته مشوره ورکوي چې هغوى دې هم ديپلوماتيکي هلوځلو ته ور ودانګي او د آسيا په جنوب کې دې د يو څرګند سيمه ييز سياست په غوره کولوکې سپينې ماڼۍ ته لازم توضيحات ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته