(PS)خبرونه(PS)امنیت

پروان کې د مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط شوه

کابل، د زمري ۲۹ مه، باختر

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط شوې ده.

د یاد ولایت د دویمې لوا د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمریت باخترآژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د یادې لوا امنیتي او دفاعي ځواکونو د یاد ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د مټک پله په سیمه کې د مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.

د یادونې وړده، چې له یادې زېرمې څخه د سرګلولې په ګډون د بي ام یک ۱۴۰ ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا