امنیت

په ننګرهارکې وسلې ترلاسه شوې

 کابل باختردزمري دمياشت١٣نيټه :
شپاړلس ميله سپکې وسلې په ننګرهار ولايت کې دعملياتو په بهيرکې کشف اوترلاسه شوې .
دغه وسلې  د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ساتل کيدې .
د ننګرهار ولايت د رسنيو د دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې ۱۶ ميله وسلې ترلاسه شوې دي .
ده وويل: ډار اچوونکوله دغو وسلوڅخه په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوکې استفاده کوله .
د دغو وسلو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته