خبرونهامنیت

پروان کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د تلې ۱۳ مه، باختر

د پروان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند محمد کامران زید د باختر آژنس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې یې ۶ تنه د نشه يي توکو د پلور، وژنې او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.

په خبره یې نیول شوي کسان د تر څېړنو لاندې دي، چې ورسته به یې دوسې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

حمدالله دانش، ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا