(PS)خبرونه(PS)ټولنه

پروان کې لسګونه د قرانکریم حافظان فارغ شول

کابل د غبرګولي ٣مه، باختر

د پروان د جبل السراج ولسوالۍ له دارالحفلظ څخه د ۲۱ نجونو په ګډون ۴۰ حافظان چې فارغ او د فضیلت پګړۍ یې وتړلې.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د جبل السراج ولسوال مولوي عبدالمعروف حقجو فارغ شویو کسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ لا ډېرو ډېرو زده کړو سپارښتنه وکړه.

ورته مهال دیني عالم عبدالرحمن قاري زاده له فارغ شویو کسانو څخه وغوښتل، چې د مبارک کتاب قرانکریم د حفظ ترڅنګ عصري علوم هم ولولي.

نوموړي د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل، چې د مدرسو له لیلیو سره همکاري وکړي.

د دغو مراسمو پای کې فارغ شویو کسانو ته د فضليت پګړۍ ور وتړل شوې.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا