خبرونهامنیت

پروان کې ٥ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د سلواغې ٧مه، باختر
د پروان امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ٥ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د یاد ولایت امنیتي مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ښار په اوومه حوزه کې ٥ تنه د نشه يي توکو د پلور او غلا په تور نيولي دي.
د مسوولینو په وینا، د نیول شويو کسانو له ډلې یې ٤ کسانو د استخباراتو له کارتونو په استفادې غلا شوي موټر شمالي ولایتونو ته لېږدول، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
لمر/حمدالله دانش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا