امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٤ :
د هېـــواد د ګډو امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې پرون اتلس تنه وسله وال  طالبان ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژنس ته خبر ورکړ: په دغو عملياتو کې چې د ملي اردو او د ملي امنيت د ځواکونو په همکارۍ د بغلان، کندز، قندهار، ارزګان، غزني او د خوست  د ولايتونو په مربوطاتوکې  ترسره شول؛ اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، اته تنه ټپيان او شپږ تنه نور د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو دننګرهار ولايت په مربوطاتوکې دوه ماينونه کشف او شنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته