
کابل، د مرغومې ٢مه، باختر
د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې پر زرګونه کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړې پیل کړې ده.
د پروان د کليو، بيارغونې او پراختيا رييس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د خوړو نړيوال سازمان د مرستو شپږم پړاو د وېش بهير د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پیل شو.
د هغه په وينا، په دغو توکو کې اوړه، لوبيا، غوړي او مالګه شامله ده، چې د دغه ولایت د کليو، بیارغونې او پراختيا رياست په همکارۍ به د ايوارډ موسسې له خوا پر اړمنو ووېشل شي.
لمر