سیاست

د ځوانانو ملي ستراتيژي تائيد شوه

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٤ :
د ځوانانو د ملي پاليسۍ د تطبيق او همغږۍ د څارنې د عالي کميسيون دويمه  درې مياشتنۍ غونډه نن د جمهوري رياست د دويم مرستيال او د دغه کميسيون د رئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د مسودې په باب هر اړخيزې خبرې  او څيړنې وشوې او تائيد شوه  .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهوري رياست مرستيال د غونډې په پيل کې وويل: د احصايې د مرکزي ادارې شميرنې ښيي چې افغانستان د وګړو له پلوه ډير ځوان جوړښت لري او دافغانستان  له ټولو وګړو څخه کابو ٥ر٤٧  تنه له پنځلس کلنى څخه ښکته او په سلوکې کابو ٦٧ افغانان له  ٢٥ کلنى څخه ښکته دي او له  ١٥کلنى څخه تر ٢٤کلنى پورې  د هېواد د ټولو وګړو په سلوکې نږدې ٤ر٢٠  يعنې  کابو  ٤ر٥  مليونه تنه کيږي .
ده زياته کړه: د افغانستان د ځوانانو جمعيتي ترکيب له يوې خوا مسووليتونه  د ځوانانو په اوږو ږدي او له بله پلوه له حکومت څخه د ټولنې د دغه مهم او ستر قشر لپاره د پلان جوړولو او د اغيزمنو پروګرامونو د جوړولو اهميت غواړي.
د جمهور رئيس مرستيال وويل: د ځوانانو ملي ستراتيژي په اتو اساسي محورونو کې جوړه شوې ده. د دغې ستراتيژي اصلي څلور محورونه د روغتيا، پوهنې، کارموندلو او د ځوانانو د مشارکت په باب دي او په څلورو نورو محورونوکې هم جندر، سوله او امنيت، د ژوندانه چاپيريال او ورزش شامل دي چې ښيي ټولې ادارې او بنسټونه په يو ډول نه يو ډول په دغې ستراتيژۍ او د هغې په تحقق کې  ښکيلې دي.
ده ټينګار وکړ: د دغې ستراتيژۍ په محتواکې بايد د ملي پرمختيا ستراتيژي هم شامله شي او په همدې ډول ټولې ادارې او وزارتونه چې په يو ډول نه يو ډول له دغې موضوع سره اړيکې لري؛ په خپل پلان جوړولو او ستراتيژي کې د ځوانانو دملي پاليسۍ او د ملي ستراتيژۍ لومړيتوبونه اومعيارونه په جدې توګه په پام کې ونيسي .
د ځوانانو د ملي پاليسۍ د څارنې کميسيون  له هر اړخيزو خبرو او څيړنې وروسته   د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ مسوده په اصولوکې تائيد کړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت هم لارښوونه وشوه چې دغونډې د غړو  اصلاحي نظريې دې د ستراتيژۍ په متن کې شاملې شي.
د پوهنې، د ښځو د چارو او د حج او اوقافو د وزارتونو او د سيمه ييزو ارګانونو د رياست او د نورو ادارو ليکلي وړانديزونه دې وغوښتل شي او فرهنګي او ټولنيزو مسئلو ته دې زياته پاملرنه وشي او د ولايتي کميسيونونو د جوړولو او د هغوى د دندو په باب هم  په طرزالعمل کې لازم حکمونه وليکل شي .
د جمهوري رياست مرستيال له ادارو او وزارتونو څخه وغوښتل چې د دغې ملي ستراتيژۍ په تطبيق کې دې په خپلو دندو عمل وکړي او د دغې پاليسۍ د اجرا کولو لپاره دې لازمه همغږي ولري او هڅه او هاند وکړي چې په دې  چاپيريال کې دې د کاري تداخل مخه ونيول شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو له معينيت څخه وغوښتل شول چې له نورو ادارو سره د کاري تداخل مخه ونيسي او د يوې مياشتې په دننه کې دې   د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ وروستۍ مسوده بشپړه کړي او د منظورۍ لپاره دې د جمهوري رياست د دويم معاونيت دفتر ته وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته