امنیت

په یوې فوق العاده غونډه کې د روزګان امنیتي وضعیت وڅېړل شو

کابل باختر دوري څوارلسمه
د روزګان د امنیتي وضعیت ارزولو په اړه د اجرائيه رئیس په مشرۍ ګډه فوق العاده غونډه وشوه
د اجرائيه رياست دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ، چې د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو زویر تاج محمد جاهد، د ملي امنیت لوى رئیس معصوم ستانکزي او د هېواد لوی درستیز قدم شاه شهیم هم په کې برخه اخیستې وه، د روزګان امنیتي وضعیت اروزنې په موخه فوق العاده غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې نن په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د روزګان والي، د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو خپلې امنیتي ستونزې له اجرائيه رئیس او امنیتي مسوولینو سره شریکې کړې.
د روزګان والي په دې غونډه کې د مخابراتي شبکو او بانکونو د چارو د ښه والې
غوښتنه وکړه.
د ولسوالیو دلارو خلاصون، په امنیتي او ملکي ادارو کې اصلاحات، د همغږۍ او پیاوړي پوځي مدیریت رامنځته کول، د مهماتو او پوځي وسایطو د کمښت لرې کول، د مخابراتي شبکو فعالول، د بانکونو پرانستل او امنیتي ځواکونو ته د پرمختللو تجهیزاتو ورکول د روزګان د مشرانو اساسي غوښتنې وې.
هغوی همدارنګه په روزګان کې د امنیتي وضعیت د ښه والي او دمخالفينو د ځپلو لپاره د عملیاتو غوښتنه وکړه او اندېښنه یې وښوده، چې په ځينو سیمو کې مخالفين ولسوالیو ته د خوراکي توکیو په لېږد بندیز لګولی دی.
په دې غونډه کې د هېواد اجرائيه رئیس امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د روزګان امنیتي مساله باید په جدی توګه تر څار لاندې ونیسي او د روزګان د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي.
د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او اجرائيه رئیس د روزګان له قومي مشرانوڅخه تر راتلونکې شنبې ورځې پورې وخت وغوښت، چې درې واړه امنیتي ادارې او د ملي امنیت شورا دفتر به په ګډه د روزګان د خلکو په امنیتي وضعیت بحث وکړي او د یوې منظمې کړنلارې له مخې به ستونزو ته رسیدګي وکړي.
اجرائيه رئيس کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات رامنځته کړي، تجهیزات او اکمالات یې پوره کړي. دغه راز د سیمه ییزو پولیسو ارزونه وکړي او د هغوی دښه تنظیم لپاره اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته