امنیت

جمهوررئیس حامدکرزي پر محمد اسماعیل خان باندې تروریستي برید وغانده

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٤مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د اوبو او انرژۍ پر پخواني وزیر محمد اسماعیل خان باندې تروریستي برید په کلکه وغانده.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د هرات ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخې برید کوونکي هغه مهال په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول چې د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر او د جمهوري ریاست مقام ته د نوماند استاد عبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال محمد اسماعیل خان د هرات ښارپه پینځمه ناحیه کې د جمعې د له لمانځه له اداکولو وروسته له جومات څخه را ووت.
د چارواکو په وینا د محمد اسماعیل خان په شمول په دغه بریدکې چاته زیان نه دی رسیدلی.
د افغانستان جمهوررئیس دغه تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده، وې ویل چې پر محمد اسماعیل خان باندې دغه تروریستی برید د هغو دسیسو یوه لړۍ ده چې د افغانستان د آرامۍ  دښمنان  له ډیرې پخوا څخه د هېواد مجاهد او وطن دوست شخصیتونه خپل هدف ګرځوي.
جمهوررئیس حامدکرزي څرګنده کړه چې دغه ډول بریدونه به افغانان له هغې لارې څخه را و نه ګرځوي چې د خپل هېواد د ترقۍ او پرمختګ لپاره یې انتخاب کړې ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته