پيښور ډان باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
دپاکستان په شمال لويديځ دکرمې ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې نن دوو بمونو دچاودنې له امله څه ناڅه دوه تنه ووژل او څلور تنه نور ټپيان کړل .
دپاکستان خبري منابعو دپوليسو دمامورينو له خولې خبر راکړ : دوه تنه ملکي وګړي دپاړه چنار په ښار کې په دوو پرله پسي چاودنو کې چې زياتره يې شيعه ګان دي ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
د دغه خبر له مخې : لومړۍ چاودنه په هامزايي سيمه کې او دويمه چاودنه ديوسف خيلو په ناحيه کې ترسره شوې ده .
تراوسه پورې ددغه بمي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى احستى خو دمليشو سيمه ييزو ادارو مامورينو ، طالبان په دغو مواردوکې پړ بولي .
0 1 دقیقه لوستل