
کابل، د وږي لومړۍ، باختر
د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت کابینې د روان کال څلورمه غونډه کې یو پلاوي ته د شرکتونو له لوري پر حکومت د شته پورونو د طرحې جوړېدو دنده وسپارله.
په دې غونډه کې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت د سرپرست مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارتونو او د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست او د کابل ښاروالۍ د استازیو په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د هغو شرکتونو په اړه چې حکومت يې پوروړی دی، د پورونو د ستونزو د حل لپاره طرحه جوړه او د کابینې غونډې ته يې وړاندې کړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د سرپرست شیخ نورالله منیر په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د دعوت او ارشاد ریاستونو لپاره د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا جوړ شوی نصاب په غور سره وګوري او په اړه يې خپل نظر د کابینې په ناسته کې شریک کړي.
د کابینې په دې غونډه کې اداري کمېسیون ته هم دنده سپارل شوې، چې د یو شخص په نوم له یوې ډېرو تذکرو لغوې، یا هم په کاغذي تذکرو کې د نوم، تخلص، ولایت او د عمر اصلاح کولو په اړه جوړ شوی طرزالعمل بشپړ وڅېړي او خپل نظر د کابینې په غونډه کې شریک کړي.