امنیت

ددفاع وزير دافغانستان په لويديځ کې دپوليسو کارونه وستايل.

کابل – باختر دسلواغې لومړى :
دافغانستان دملي دفاع وزير په لويديځ زون کې دپوليسو برياليتوبونه ښه وبلل.
دملي دفاع وزيرسترجنرال بسم الله محمدي دهمغږي په مرکز کې دامنيتي ځواکونو دمنسوبينو په غونډه کې دهرات ولايت ته دخپل سفر هدف دامنيتي مسوليتونو دليږدونې دڅلورم پړاوپه درشل کې دامنيتي ځواکونو دځواکمنتيا او ظرفيتونو څيړنه وبلله، ددغې غونډي په بهير کې چې انصار زون په قوماندانۍ کې دهرات دوالى ډاکتر داودشاه صبا ، دظفرقول اردو دقوماندان، امنيه قوماندان، دانصار زون دسرحدى زون او دامن اوعامه نظم  د دريمې لوا دقوماندانانو، دملي امنيت درييس او په ولسي جرګه کې دخلکو داستازو په ګډون جوړه شوې وه دهيواد دملي دفاع وزير په دې حوزه کې دامنيتي ځواکونو ترمنځ موجودې همغږي بې سارې وبلله.
دملي دفاع وزير په دې حوزه کې دپوليسو کارونه ښه وبلل او دموجودو ننګونو په لرې کولو يې هم ټينګار وکړ.
دهرات والى هم په دې حوزه کې امنيتي ځواکونو دمسولينو هلې ځلې وستايلې او په دې حوزه کې يې دامنيتي ځواکونو لازياتې پياوړتيا ته دپاملرنې غوښتنه وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته