ټولنه

ډاکتر کمال سادات : دهېواد له ټولو ځوانانو څخه غواړم چې درضاکارانو په کميټو کې دې تنظيم او يو موټې شي .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين اوسرپرست ډاکتر کمال سادات له ځوانانو څخه وغوښتل  چې درضاکارانو  په هغو کميټو کې  تنظيم او يوموټې شي  چې په ولايتونوکې  فعالې دي .
  ده دغه راز طرحه کړه چې  درضاکارانو کميټو ته به  له ولايتونو څخه ولسواليو ته پراختيا ورکړى شي .
  درضاکارانو  هغه کميټې  چې  په ولايتونوکې  دځوانانو دامريتونو ترڅنګ  فعالې دي  په خپله خوښه  او په داوطلبانه ډول  په ټولنيزو ، فرهنګي او روغتيايي چارو کې کار کوي  او له دې لارې  دهېواد  دترقي او پرمختګ  په کار کې  خپل رول لوبوي .
   د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات چې په دې اړوند يې  دباختراژانس له خبريال سره  خبرې کولې  زياته کړه  چې دځوانانو دچارو معينيت  درضاکارانو د نړيوالې ورځې  په هرکلي  درضاکارانو کميټو ته  دهېواد ولسواليو ته  پراختيا ورکوي  او دغه  ارزښتناکه ورځ  دروان کال  دليندۍ دمياشتې په پنځلسمه ددوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې نمانځل کيږي
ډاکتر کمال سادات دغه راز وويل  هغه ځوانان چې درضاکارانو دکميټو  غړيتوب ترلاسه کوي  او په  فرهنګي او ټولنيزو چارو کې  په کارنده توګه  ونډه اخلي  هغوى  دځوانانو دچارو معينيت کارتونه  له ځان سره لري او هغوى ته په ملي او نړيوالو  کنفرانسونو او په هغو روزنيزو فرصتونو کې  دګډون  حق  ورکول کيږي   چې دورکشاپونو له لارې  برابريږي .
  ډاکتر کمال سادات  په پاى کې  دولايتونو  دځوانانو دبرخې  له آمرانو څخه  وغوښتل  چې  درضاکارانو دکميټو پياوړتيا ته پاملرنه وکړي .
  ده دغه راز  دنجونو او هلکانو په ګډون  ټولو ځوانانو ته  په خطاب کې وويل چې هېواد ستاسو  خلاق  کار او پياوړي ځواک ته  اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته