
بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۸ مه، باختر
نن په اوکراین کې د روسیې له لوري د پیل شوې جګړې ۵۵۳ مه ورځ ده او دغه ورځ د کیف له لوري پر مسکو د یو بل ډرون برید سره پیل شوې ده.
د اوکراین له لوري د ډرون الوتکو دغه بریدونه له نږدې دوه میاشتو راهیسې د پام وړ ډېر او په ځینو حالاتو کې آن د کرېملېن ماڼۍ ته نږدې هم ترسره شوي دي.
خو د روسیې د دفاع وزارت وایي، د اوکراین ډېری دغه بریدونه یې په شا تمبولي او له ناکامۍ سره یې مخ کړي دي.
ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له اوکراین سره یې د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړې، چې بېلابېل پوځي وسایل په کې شامل دي.
واشنګټن د دغې جګړې له پیل څخه د کیف یو له مهمو ملاتړو څخه بلل کېږي، چې تر دې مهاله یې میلیاردونه ډالر مرسته ورکړې ده.
امریکایي چارواکو ویلي، چې کیف سره به مرستو ته تر هغې دوام ورکړي، چې اوکراینینان یو بشپړ استقلال ته نه وي رسېدلي، خو بل خوا بیا روسي چاوراکي له اوکراین سره دغه مرستې د جګړې د دوام لامل بولي او ګواښ کوي چې روانې جګړې ته به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو تر وخته دوام ورکړي.