امنیت

په زابل کې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
د زابل ولايت په مربوطاتوکې د نويو نښتو له امله وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت.
دغه جګړې له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې د دغه ولايت په ځينو سيموکې ونښتې.
لومړۍ جګړه په شاجوى ولسوالۍ کې هغه ونښته چې وسله والوطالبانو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
په زابل ولايت کې د پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول:
  ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته د سر زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې :
يوولس تنه وسله وال طالبان د زابل ولايت د ميزان ولسوالۍ په مربوطاتوکې له پوځيانو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه د ميزان ولسوالۍ بازارته څېرمه له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو غوښتل په يوه موټرکې سپاره ملکي وګړي وتښتوي.
د زابل پوليسو وايي چې په دې نښته کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او د سيمې اوسيدوونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې څلور تنه وسله وال طالبان د زابل ولايت په مربوطاتوکې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
په دغو طالبانو نن سهار د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو په خپل پټنځي کې د ماين جوړولو په وخت د پوځيانو له خوا ډزې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته