
کابل، د ثور ۲۹ مه، باختر
په بغلان کې د دوه ولسوالیو پلخمري او دهنه غوري ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترسره شوې چې په اتمه سیالۍ کې د پلخمري د کرکټ ټيم وتوانیده چې د دهنه غوري ټيم ته ماتې ورکړي.
د بغلان د ورزش آمر قاري محمد امیر امیري وایي چې د لوبې پچه دهنه غوري ولسوالۍ وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه چې په ۲۰ اورو کې یې پلخمري لوبډلې ته ۱۴۶ منډې هدف وټاکه.
په لوبه کې ډېرې منډې لعل محمد وکړې او د توپ اچوونې په برخه کې حشمت، حمیدالله او حبیب یوه – یوه ویکټه واخیسته.
پلخمري ولسوالۍ په ۱۴ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره کړ چې ډېرې منډې په کی سهراب وکړې د اتلولۍ جام یې د خپلې لوبډلې په نامه کړ.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ په موخه د فوټبال، والیبال، فوټسال او کرکټ سیالۍ پيل شوې دي.
سعیده