(PS)خبرونه

پل علم ښاروالۍ تېر کال ۴۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د وري ۲مه، باختر

د پل علم ښاروالۍ مسوولینو د تېر ۱۴۰۱ کال د کړنو، لاسته راوړنو، راټول شويو عوایدو او مصرف شوې بودجې راپور د یوې غونډې په ترڅ کې له ولس سره شریک کړ.

د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعید وویل؛ چې ۱۴۰۱ کال کې له بېلابېلو برخو څخه ۴۱ میلیونه افغانۍ راټول کړي او د ۸ لویو پروژو له جملې ۴ لویې پروژې پلې شوي او پاتې نورې به روان کال کې بشپړې کړي.

سعید له دولتي ادارو، ښاریانو او اصنافو څخه وغوښتل، چې د عوایدو د ټولولو، قرضونو د ورکړې او صفايي د ټکسونو د تحویلې برخه کې د پل علم ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي ترڅو په ۱۴۰۲ کال لپاره ۸۱ میلیونه ټارګېټ شوي عوایدو په راټولولو بریالي شي.

په دغه غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي میرویس او د ولایت مقام سلاکار مفتي فضل الرحمن ادیب په وارسره د پل علم ښاروالۍ له خدمتونو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې پر یو شمېر ادارو باندې د ښاروالۍ پاتې قرضونو د راټولولو برخه کې به له هېڅ راز همکارۍ او ملاتړ ډډه ونه کړي.

په پای کې د ښاروالۍ مسوولینو لخوا د غونډې د ګډونوالو یو شمېر پوښتنو ته هم ځوابونه وویل شول.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا