کابل / باختر/ د زمري ١٠مه
د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو او امنیتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې د غزني په مرکز پورې اړوند منګور او شهباز سیموکې ٩ وسله ډار اچوونکي ووژل او ٦ نوريې ټپيان کړل.
د تندر قول اردو د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې د دغې قول اردو منسوبینو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ په لویې لارې دوه شکمن کسان د نښتې پر مهال له یوه کلاشينکوف سره نیولي دي.
خبرپاڼه زياتوي: افغان ځانګړو ځواکونو وړمه ورځ له ایتلافي ځواکونو سره په ګډو ځانګړو عملیاتوکې د غزني د قره باغ ولسوالۍ په جمال خېلو سیمه کې ٢٥ وسله وال طالبان ووژل او څلور نور يې ونیول.
پاى/ ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ