لندن بي بي سي د وږي دمياشتې ٢ :
دبريتانيا ، امريکا اوفرانسې مشرانو ويلي دي چې دسوريې ددولت له مخالفينوسره خپل ملاتړزياتوي .
درې واړو مشرانو په تيلفوني خبرو کې دغه رازدغيرپوځي مرستو دليږلو لپاره دنويو لارو چارو دموندلو غوښتنه وکړه چې پخوا دبريتانيا له خوا اعلام شوى و.
دغه ر از بريتانيا له امريکا سره جوخت سوريې ته خبرداري ورکړ چې له کيمياوي وسلو څخه استفاده اويا له دغو وسلو څخه داستفادې ګواښ دسوريې دبحران په باب ددوى نظربدلوي .
پخوا دچين دولتي رسنيو په سوريه کې دکيمياوي وسلو په باب دامريکا دجمهوررييس بارک اوباما خبرې په سوريه کې دپوځي لاسوهنې دموجه بللو لپاره ددغه هيواد يوه پلمه بللې وه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ